Search Badges Account

د يو سخاچټي هاتي قصه چي د خيرن والي له وجې د هغۀ په ځنګل کښي يو دوست هم نه ؤ- د ځنګل ټولو ځناورو به د هغۀ نه کرکه کوله- او ورته به ئې وئيل چي لختي له ته ورځه، سمندر له ته ورځه- ځنګلي مېښه مخښې له ورغله او هغې چي ورته وجه وښودله نو هاتي په ټوله قصه پوهه شو؟

مهربانو ته د سبق وئيلو ډېر شوق ؤ- چي وروڼه به ئې په سبق وئيلو ليدل نو ډېره به خوشحالېده- خو ددې په خاندان کښي مخکښي جينکو سبق نه ؤ ويلې- چي پلار ته د هغې د سبق وئيلو پته ولګېده نو مهربانو ئې ښوونخی ته د داخلې د پاره بوتله- مهربانو چا د سبق وئيلو نه منع کوله ؟

زر لښته د خپلی کورنۍ څخه د پسرلي چټياني تېرولو لپاره د انا کره د لورا لائي کلي ته روانه وه- د سړک په هر لوري شين ګښتي وه- هغه چي کلي ته ورسيږي نو ډېره خفه شي ولي چي په کلي کښي ډېره خوشکي وي- خاورې دوړې په هر لوري الوځي- زرلښته د خپل نيکۀ او د کلي خلګو په مرسته په ټول کلي کښي ونې بوټي وکري- ستاسو په کلي کښي ونې بوټي شته؟

د يو تکړه کوشني قصه چي په بازار کښي د خپلي مور او خور څخه په الغاؤ تلغاؤ کښي چيرته بې درکه سي- يوه بوډۍ ښځه د هغۀ د تختولو هڅه هم کوي- خو کوشني ته د مور او استاذ خبره ورياده سي چي په تنګسه کښي حوصله مه بايله او که چيري ورک سواست نو هغه ځائ ته ځان رسوئ چي کوم ځائ درنه ملګري بېل سوي وي- د کوشني کوم کتابونه لوستل خوښ وي؟

دا نظم د کور په هکله ليکلی شوی دی- په دې نظم کښي دا خودلي شوي دي چي د کور دننه ماحول څنګه وي- مور پلار، وروڼه خوېندې، نيا نيکۀ په يو کور کښي وسيږي- خپل خپلوان هم راځي- کوشنيان په کښي لوبې کوي، څاوري هم په کښي وسيږي- ونې بوټي په کښي هم وي- ستاسو په کور کښي څو کمرې دي؟

د ګل مکۍ مرغۍ او ځناور ډېر خوښ وو- يوه ورځ ورته پيشي ګيله وکړه چي زما په کور سپی قابض شوی دی- ګل مکۍ ټول ځناور راغونډ کړل او سپي ته ئې نصيحت وکړو خو سپي ونۀ منله- بيا ورته دوي داسې سبق وښودو چي سپی په خپلو کړو ډېر پښېمانه شو او د پيشي نه ئې بخښنه وغوښتله- دې ټولو ځناورو او مرغيو سپي ته څنګه سبق وښودو-

د يو داسې ماشوم قصه، چي هغه به د ويل چيئر په سهاره ګرځېدو- نه به ښوونخی ته تلی شو او نه به ئې لوبې کولې شوې- بيا د هغۀ ملګرو د هغه مدد وکړو- هم به ښوونخی ته تلو او هم به ئې لوبې کولې- فټ بال به ئې هم کولو- په ويل چيئر د ناستې له وجې به هغۀ په کوم پوزيشن لوبه کړې وي؟

زروان او اتل دواړه ډېر خواږۀ دوستان وي- اتل زروان ته په ډالۍ کښې يو ښائسته ټېبلټ ورکړي- زروان ډېر خوشحاله شي- دواړه شپه او ورځ په هغې وېډيو ګېمز، کارټونان او قصۍ ګوري- هغوئ په تېبلټ کتلو کښې دومره بوښت شي چي ډوډۍ خوراک ترې هم هېر شي- د ټېبلټ په کتلو د زروان نه کوم شيان ډېر خفه شي؟