کاميابې مېرمنې
په دې قصه کښې د مېرمنو د تعليم او د هغوي په پېشو باندې رڼا اچولې شوې ده- د دويم جماعت ماشومان ډېر خوشحال وو- هکه چې نن مس ثنا د هغوي مېندې خپل سکول ته رابللې وې- چې هغوي په خپلو کسبونو باندې رڼا واچوي- د چامور په پوليس کښې انسپکټره وه او د چا مور پائلټه او د چا ډيزائنره وه نو د چا ډاکټره او د چا مور استاذه- مس ګلالۍ د کومې پېشې سره تعلق لرلو-